د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د نړیوالو همکاریو د چارو وزیر د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د مرستې د لارو چارو په اړه خبرې کړي دي.
د اسلامي امارت له چارواکو سره د قطري چارواکو په ناسته کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د مرستو پر لارو چارو خبرې وشوې
3 اسد 1403 ساعت 11:31
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د نړیوالو همکاریو د چارو وزیر د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د مرستې د لارو چارو په اړه خبرې کړي دي.
آوا - کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دغه هېواد د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې لولو بنت راشد الخطر د افغانستان د عامې روغتیا له سرپرست وزیر نورجلال جلالی سره وکتل. اسلامي امارت.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او له افغانستان سره د مرستو پر لارو چارو په ځانګړي ډول د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو د کمښت له امله د هېواد روغتيايي سيستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دى.
د مطلب کود: 294066