د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د نږدې دوه کیلومتره اوږد سړک د پخولو چارې پیل کړې دي.
په نیمروز کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې
2 اسد 1403 ساعت 15:27
د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د نږدې دوه کیلومتره اوږد سړک د پخولو چارې پیل کړې دي.
آوا - کابل: د نیمروز ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د دغه سړک د پخولو تر څنګ پر دغه سړک د پلچکونو د جوړولو کار هم روان دی، چې ټولټال لګښت یې ۱۶ میلیونه افغانۍ دی.
د زرنج ښار اوسېدونکي وايي، د باران په موسم کې پر دې لاره تګ راتګ له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
ويل کيږي چې پخوا هم د زرنج ښاروالۍ د قرغيو په برخه کې د سړکونو او د مېزونو په جوړولو شاوخوا سل ميليونه افغانۍ لګولې وې.
د مطلب کود: 294021