د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۹ زره ۹ تنو ته او د ټپیانو شمیر ۸۹ زره ۸۱۸ تنو ته رسیدلی دی.
په غزه کې د شهیدانو شمېر تر ۳۹ زرو واوښت
2 اسد 1403 ساعت 9:25
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۹ زره ۹ تنو ته او د ټپیانو شمیر ۸۹ زره ۸۱۸ تنو ته رسیدلی دی.
آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۹ زره ۶ تنو او د ټپیانو شمیر ۸۹ زره ۸۱۸ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۲۳ کسان شهیدان او ۹۱ نور ژوبل شول.
د يادونې وړ ده، چې د پېښې نږدې ۷۰ سلنه قربانيان ښځې او ماشومان دي.
په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت زیاتوي چې تر لسو زرو زیات کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.
د مطلب کود: 293982