کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پلاوي سفر د وروستې اورلګیدنې د زیانونو د ارزونې په موخه

2 اسد 1403 ساعت 9:04

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې د سپین بولدک په کاکړانو بازار کې د وروستۍ اورلګېدنې له امله د اوښتو زیانونو د څېړلو په موخه کندهار ولایت ته د دغه وزارت د یوه پلاوي سفر کړي دی.


آوا: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې کندهار ولایت ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي په سپین بولدک کې له کاکړانو منډيي څخه لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر او د دغه رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د کاکړانو په بازار کې د اور لګېدنې په پېښه کې د سوداګرو حالت ارزولي دي.

دغه راز يې د اوښتو زيانونو په اړه د خبرو پر مهال د سوداګرو او هټيوالو ستونزې واوريدې او په ځاني مالي زيان يې خواشيني څرګنده کړه.

ويل کيږي چې په دې ليدنه کې د کندهار د والي ملا شيرين اخند په امر د اور وژنې د ادارې د عمومي رييس حافظ نورالله په مشرۍ يوه کميټه جوړه شوې وه چې مشري يې د سپين بولدک د ولسوال په غاړه وه. 

بايد وويل شي، چې د سپين بولدک په بازار کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا څلور سوه دوکانونه سوځېدلي، چې د دغه مارکېټ سوداګرو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 293973

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293973/کندهار-ته-د-طبیعي-پېښو-پر-وړاندې-مبارزې-وزارت-پلاوي-سفر-وروستې-اورلګیدنې-زیانونو-ارزونې-په-موخه

آوا
  https://www.avapress.com