په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر د اسلامي بانکدارۍ د ملاتړ او مالي سرچینو ته د ښځو د لاسرسي په موخه "مالي ته د افغانستان د لاسرسي" پروژې د پیل اعلان وکړ.
د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د ملاتړ لپاره د یوې پروژې پیلول
2 اسد 1403 ساعت 9:00
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر د اسلامي بانکدارۍ د ملاتړ او مالي سرچینو ته د ښځو د لاسرسي په موخه "مالي ته د افغانستان د لاسرسي" پروژې د پیل اعلان وکړ.
آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام دفتر نن (دوشنبه، د اسد ۱) په ایکس کې د دغه پروګرام د پیل اعلان وکړ.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر وايي، په دې پروګرام کې د ملګرو ملتونو نورې ادارې، نړیوال بنسټونه، سفارتونه او خصوصي سکتور برخه اخلي.
دفتر د "مالې ته د افغانستان د لاسرسي" پروژې په اړه نور جزئیات ورنه کړل.
باید وویل شي، چې افغانستان دا مهال د نړیوالې ټولنې او امریکا له مالي او بانکي بندیزونو سره مخ دی او تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو د اسلامي بانکدارۍ پر ودې ټینګار کړی دی.
د مطلب کود: 293972