د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو په سالنګ کې د کار له بهیر څخه د لیدنې پر مهال د فواید عامې وزارت د سرپرست لخوا د سالنګ د بدیل سړک د پرانیستلو خبر ورکړ.
د سالنګ بدیل سړک پرانیستل شو
1 اسد 1403 ساعت 9:34
د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو په سالنګ کې د کار له بهیر څخه د لیدنې پر مهال د فواید عامې وزارت د سرپرست لخوا د سالنګ د بدیل سړک د پرانیستلو خبر ورکړ.
آوا - کابل: د پروان ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د فواید عامې وزارت سرپرست د دغه سړک د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دغه سړک د خلکو د هوساینې په موخه جوړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د روان کال د اسد د میاشتې له څلورمې نیټې څخه د ورځې په اوږدو کې کوچني مسافر وړونکي موټران او لوی بار وړونکي او مسافر وړونکي موټران (۵۸۰، ۴۰۴ او ۳۰۳) د شپې له خوا تګ او راتګ وکړی، خو کوچني مسافر وړونکي موټرونه نشي کولی د شپې لخوا تګ او راتګ وکړي.
څو میاشتې وړاندې د سالنګ تونل ځینې برخې د فواید عامې وزارت له خوا ترمیم او رغول شوې وې.
د مطلب کود: 293915