د یمن د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د الحدیده په بندر باندې د غاصب صهیونېسټ رژیم په هوایی حمله کښې د وروستیو اطلاعاتو له مخې درې کسان شهیدان او ۸۷ نور ژوبل شول.
د یمن په الحدیده کې د برید د تلفاتو وروستۍ راپور؛ ۳ شهیدان او ۸۷ ټپیان
31 سرطان 1403 ساعت 11:56
د یمن د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د الحدیده په بندر باندې د غاصب صهیونېسټ رژیم په هوایی حمله کښې د وروستیو اطلاعاتو له مخې درې کسان شهیدان او ۸۷ نور ژوبل شول.
آوا: د غزې د عامې روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د حدیده په بندر باندې د غاصب صهیونیسټي رژيم د جنایتکارانه برید په پایله کې ۳ تنه شهیدان او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.
د دې وزارت په وینا، د ټپیانو لوی زیان د سخت سوځیدنې له امله دی، ځکه چې اسراییلي جنګیالیو په الحدیده بندر کې د تیلو ګودامونه په نښه کړل.
په همدې حال کې د حدیده والي محمد غهیم هم المیادین شبکې ته ویلي، چې تر ۸۰ سلنه زیات اور لګېدلی دی. هغه زیاته کړه: "وضعیت به ډیر ژر بدل شي، او اسراییل او ملاتړي به یې په ژوند کې د خوښۍ شیبه ونه لري."
په همدې حال کې د یمن په حدیده بندر کې یوې حکومتي سرچینې هم د دغه بندر د تړل کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل او ویې ویل چې دا راپورونه حقیقت نه لري او د اور وژنې او ژغورنې ځواکونه هڅه کوي چې اور مړ کړي.
په تل ابیب باندې د یمن د بې پیلوټه الوتکو د بریالي برید په ځواب کې، اسرائیلي F-35 جنګي الوتکو پرون ماښام د یمن په لویدیځ کې د حدیده په بندر کې د تیلو ټانکونه بمبار کړل چې له امله یې سخته اورلګیدنه رامنځته شوه.
د یمن وسله والو ځواکونو د جمعې په سهار په تل ابیب کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه یوه ودانۍ د بې پیلوټه الوتکې په برید سره په نښه کړه چې په پایله کې یې یو تن مړ او اته نور ټپیان شول.
د مطلب کود: 293863