د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت يوه پلاوي له درېيو لسيزو وروسته له پاکستان، تاجکستان او جمو او کشمير سره رسمي پولې ارزولې دي.
له درې لسیزو وروسته له تاجکستان او پاکستان سره د افغانستان سرحدي کرښې وڅېړل شوې
31 سرطان 1403 ساعت 10:55
د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت يوه پلاوي له درېيو لسيزو وروسته له پاکستان، تاجکستان او جمو او کشمير سره رسمي پولې ارزولې دي.
آوا - کابل: د قومونو او قبایلو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت یوه پلاوي د بدخشان د واخان سیمې څارنه او څېړنې کړې دي.
دغه وزارت وايي، له پاکستان، تاجکستان او جمو او کشمیر سره رسمي پولې ارزول شوې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت یوه پلاوي د بدخشان په واخان، زیباک او کرمانجان ولسوالیو کې له پاکستان سره فرضي کرښه او له جمو او کشمیر او تاجکستان سره رسمي سرحدونه وارزول.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کرښې له درېیو لسیزو راهیسې نه وې ارزول شوې.
د مطلب کود: 293855