د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د استخراج له بهیر څخه لیدنه کړې او له دغو کانونو یې څارنه او څېړنه کړې ده.
د کانونو وزارت سرپرست د بلخاب د ډبرو سکرو د استخراج له بهیر څخه لیدنه وکړه
31 سرطان 1403 ساعت 9:44
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د استخراج له بهیر څخه لیدنه کړې او له دغو کانونو یې څارنه او څېړنه کړې ده.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د بلخاب د ډبرو سکرو له کان څخه لیدنه او څارنه وکړه. د سرپل ولایت په
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کانونو سرپرست وزیر د دارګلورز او ګوخ د ډبرو سکرو د کانونو د څارنې په موخه د یوه پلاوي مشري وکړه او د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج په برخه کې یې د ملي پراختیایي شرکت فعالیتونه د قدر وړ وبلل.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونه ښه کيفيت او شهرت لري.
د مطلب کود: 293841