په جلال آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ د ننګرهار ولایت د وروستیو پېښو له قربانیانو سره مرسته وکړه.
په ننګرهار ولایت کې د وروستیو پېښو له قربانیانو سره د ایران مرسته
31 سرطان 1403 ساعت 9:23
په جلال آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ د ننګرهار ولایت د وروستیو پېښو له قربانیانو سره مرسته وکړه.
آوا: په جلال آباد ښار کې د ایران د اسلامی جمهوریت مرستیال قونسل بهرام جمالی وایی، زر ګونې اوړه، زر ډبې پنځه لیټره غوړي او زر ګونې لس کیلو وریجې په ننګرهار کې د وروستیو پېښو له قربانیانو سره مرسته وشوه.
په افغانستان کې له وروستیو پېښو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هېواد و چې مرستې یې ولېږلې. ایران سږ کال د هغو هېوادونو په ډله کې و، چې د بغلان له سېلاب ځپلو سره یې مرسته کړې وه.
د یادولو ده، چې په دې وروستیو ورځو کې په ننګرهار ولایت کې د توپان او سخت باران له امله لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
په جلال اباد کې د ايران قونسلګرۍ وويل چې دغه هېواد د تېر په څېر تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ او دا ځل هم د لومړي مرستندويه هېواد په توګه د دغه هېواد د مسلمانو خلکو مرستې د ننګرهار مسلمانو خلکو ته وسپارلې.
د مطلب کود: 293831