د امو سیند له اوبو څخه د اغېزمنې استفادې په موخه پرون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نورو اړوندو مسوولینو په حضور کې غونډه جوړه شوه.
د کرنې وزارت په غونډه کې د امو سیند د اوبو د مدیریت لارې چارې وڅېړل شوې
31 سرطان 1403 ساعت 9:10
د امو سیند له اوبو څخه د اغېزمنې استفادې په موخه پرون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نورو اړوندو مسوولینو په حضور کې غونډه جوړه شوه.
آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د امو سیند له اوبو څخه د اغېزمنې استفادې د څرنګوالي په اړه غونډه وکړه.
د کرنې وزارت مطبوعاتي دفتر پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، په دې غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د سرپرست مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ جوړه شوې وه، د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست مجيب الرحمن عمر او د انرژۍ او اوبو وزارت مرستيال ابراهيم هم ګډون کړى و.
په دې غونډه کې د امو بحر د اوبو د مدیریت او په اغیزمنه توګه د کرنې په برخه کې د کارونې او د سیلابونو په موسم کې د دې بحر د ویجاړیدو د مخنیوي په اړه بحث او خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې د امو بحيره د افغانستان له لويو بحرونو څخه ده، چې هر کال د اوړي په موسم کې د هېواد په شمالي ولايتونو کې زرګونه جريبه ځمکه خړوبوي او خلکو ته ستر زيانونه اړوي.
د مطلب کود: 293826