د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت مرستیال د ازبکستان د کانونو، صنایعو او جیولوجي وزارت له مرستیال سره د افغانستان د کانونو په سکټور کې د دغه هېواد د پانګونې د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کانونو په سکتور کې د پانګونې د رامنځته کولو په موخه خبرې اترې
30 سرطان 1403 ساعت 10:34
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت مرستیال د ازبکستان د کانونو، صنایعو او جیولوجي وزارت له مرستیال سره د افغانستان د کانونو په سکټور کې د دغه هېواد د پانګونې د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان د اسلامي جمهوریت له راغلي پلاوي سره چې مشري یې د اوزبکستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مرستیال اعظم قدیر حجایف کوله، وکتل.
د صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګونې هوکړې ته د رسېدو پر بنسټ خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په هېواد کې د پانګونې ملاتړ وکړ او له ازبکستان سره یې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره په افغانستان کې پانګونې ته د بېلابېلو هېوادونو لېوالتيا زياته شوې ده.
د مطلب کود: 293775