د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د وسلو د قاچاق په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي چې له افغانستان څخه د وسلو د پلور او قاچاق ادعا بې اساسه ده او پاتې ټول تجهیزات د افغانستان ملکیت دی.
مجاهد: د امریکا پاتې شوې وسلې او تجهیزات د افغانستان ملکیت دی
30 سرطان 1403 ساعت 9:32
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د وسلو د قاچاق په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي چې له افغانستان څخه د وسلو د پلور او قاچاق ادعا بې اساسه ده او پاتې ټول تجهیزات د افغانستان ملکیت دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د هندي رسنیو هغه راپور ته په غبرګون کې چې په دې وروستیو کې یې ادعا کړې چې په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې د کشمیر سیمې ته قاچاق یا پلورل کیږي، ناسمې او بې بنسټه وبللې.
نوموړي همداراز په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو او تجهیزاتو په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اوس ټول پاتې تجهیزات د افغانستان ملکیت دی.
ښاغلي مجاهد د دې وسایلو پلورل رد کړل او دا یې یوه ادعا وبلله.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د هوکړې د تاییدولو پر مهال ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اصلي لامل د اشغال پر وړاندې د افغان ځواکونو شل کلنه مبارزه وه.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې افغانستان اوس د امریکا د پاتې وسلو تر ټولو ستر پلورونکی هېواد ګرځېدلی دی.
هغه د بایډن د حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې یې د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې پریښې دي.
د مطلب کود: 293762