د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه د ۲۲۴۳ افغان کډوالو په جبري او داوطلبانه توګه هیواد ته د شړلو خبر ورکړی دی.
په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
28 سرطان 1403 ساعت 15:11
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه د ۲۲۴۳ افغان کډوالو په جبري او داوطلبانه توګه هیواد ته د شړلو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د سرطان ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کډوال پرون چهارشنبه د سرطان په ۲۷مه هېواد ته داخل شول.
د کډوالو چارو وزارت وايي، چې ۱۱۹۳ تنه د هرات ولایت د اسلام قلعه له لارې، ۱۱۹۳ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې او ۳۱ تنه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي. .
دغه وزارت زیاته کړه چې له نوم لیکنې وروسته راستنیدونکي د کډوالۍ د نړیوال سازمان دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال سازمان ته د مرستې د ترلاسه کولو په موخه ور وپېژندل شول.
په روان هجري لمریز کال کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو او راستنیدو لړۍ دوام لري.
د مهاجرینو د چارو د وزارت له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې هره ورځ له دغو دوو هیوادونو څخه په سلهاو کسان افغانستان ته اخراجیږي او یا بیرته ستنیږي.
د مطلب کود: 293722