کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چینايي سوداګر د افغانستان د کرنې په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا لري

28 سرطان 1403 ساعت 12:22

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چینايي سوداګرو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او درمل جوړولو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین نن (پنجشنبه د سرطان ۲۸مه) د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري له یو شمېر  چینايي سوداګرو سره کتلې.

د ده په وينا، دغو سوداګرو د کرنې په برخه کې د کار او پانګونې په موخه د پنځه زره هکتاره ځمکې او په بندرونو کې د وسايطو او وسايلو د لېږدولو د اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

نوموړی زیاتوي، چې په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په بېلابېلو برخو کې د چین د پرمختګونو یادونه وکړه او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د چین سوداګریزې همکارۍ مهمې وبللې.

هغه وویل، چین کولای شي د افغانستان د کرنې په سکتور کې د پوهنې، د کرنې د میکانیزم او د ماشینونو د برابرولو په برخو کې همکاري وکړي.

د کرنې وزارت سرپرست د چینایي پانګوالو لپاره د ځانګړو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چین د افغاني مېوو او کرنیزو محصولاتو د مصرف لپاره ښه بازار کېدای شي.

مستين زياته کړه، چې په دې کتنه کې د کرنې وزارت سلاکار ميرويس خوګياڼي، د افغان-چين د ګډ زراعتي شرکت غړو عبدالکريم متين او عزيز روزي هم حضور درلود او د ګډ کار په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړل.


د مطلب کود: 293707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293707/چینايي-سوداګر-د-افغانستان-کرنې-په-سکتور-کې-پانګونې-ته-لېوالتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com