د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د لوګر د عینک د مسو د قراردادي شرکت له مشر سره په کتنه کې د دغې پروژې پر ژر پیل ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کانونو وزارت د لوګر د عینک د مسو پروژې پر ژر پیل ټینګار وکړ
28 سرطان 1403 ساعت 10:33
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د لوګر د عینک د مسو د قراردادي شرکت له مشر سره په کتنه کې د دغې پروژې پر ژر پیل ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د عینک د مسو د قراردادي شرکت له رئیس سونګ وینبینګ سره د لیدنې پر مهال د کانونو په ژر پیلیدو ټینګار کړی دی.
د کانونو وزارت وايي، په دې ناسته کې د ياد شوي شرکت مشر د ويجاړو شوي سړک د اساسي جوړولو او د دې پروژې د عملي کار د پيل په اړه خپل کاري پلان د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست سره شريک کړ.
باید وویل شي، چې د عینک لوګر د مسو کان د استخراج پروژه د هېواد له مهمو او حیاتي پروژو څخه ده.
د مطلب کود: 293693