له مخدره موادو سره د مبارزې ادارې چین ته د دې ادارې د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی او وايي چې دغه پلاوی په یوه علمي سیمینار کې د ګډون لپاره ځي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې پلاوي په يوه علمي سيمينار کې د ګډون لپاره چين ته سفر وکړ
28 سرطان 1403 ساعت 10:14
له مخدره موادو سره د مبارزې ادارې چین ته د دې ادارې د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی او وايي چې دغه پلاوی په یوه علمي سیمینار کې د ګډون لپاره ځي.
آوا - کابل: د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چین ته د یوه پلاوی د سفر خبر ورکړی، چې د دغه دفتر د مشر مولوی حسیب الله احمدی په مشرۍ، د دغې ادارې له یو شمېر رییسانو او مدیرانو سره یې کتلی دی.
ټاکل شوې ده دغه هيئت په يوه علمي سيمينار کې چې په چين کې جوړيږي ګډون وکړي .
د
دا په داسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت په درې کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې ښه او بريالي ګامونه پورته کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د دوحې په درېيمه غونډه کې د سرپرست حکومت د استازو له خوا د راپورته شويو مسايلو څخه يوه هم له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له نړۍ څخه د همکارۍ غوښتنه وه.
د مطلب کود: 293686