د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په چین کې د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د استولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه مرسته د څلویښتو میلیونو چینایي ین په ارزښت ده چې د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو د بیا میشتیدنې لپاره دغه وزارت ته سپارل شوې ده.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ته ۴۰ میلیونه چینایي ین مرسته تسلیم شوه
27 سرطان 1403 ساعت 15:15
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په چین کې د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د استولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه مرسته د څلویښتو میلیونو چینایي ین په ارزښت ده چې د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو د بیا میشتیدنې لپاره دغه وزارت ته سپارل شوې ده.
آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې له چین څخه د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو د بیا میشتیدنې په موخه د بشري مرستو لومړۍ جوپه دغه وزارت ته وسپارل شوه.
د چین سفیر ښاغلي ژاو شینک افغانستان په بېلابېلو برخو کې له څو کلونو راهیسې د جګړو او طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی هېواد وباله او ویې ویل چې د چین حکومت به د افغانستان ګاونډی او ښه دوست پاتې شي.
د دې خبرپاڼې له مخې، د بشري مرستو لومړۍ جوپه چې د څلویښت میلیونه چینایي ین په ارزښت دي، د افغان کډوالو د مرستې په موخه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ته سپارل شوې دي.
نوموړي د خپل هېواد د بشري مرستو تر څنګ د نورو سترو پروژو د پلي کېدو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، زه په ټينګه باور لرم چې چين به د نړيوالې ټولنې په ګډو مرستو سره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، څو پر ځان بسيا شي.
له بلې خوا د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د دغې مرستې د تسلیمیدو پر مهال وویل، خوښ یو چې په هغه غونډه کې چې له چین څخه د بشري مرستو لومړۍ جوپه د پخوانۍ ژمنې پر اساس په ځانګړو شرایطو کې راورسیدل.
هغه زياته کړه، نړۍ پوهېږي چې په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانستان خلکو په جګړو او مهاجرتونو کې ډېرې ستونزې ګاللې، خو چين په سختو شرايطو کې له موږ سره همکاري کړې، چې زه يې د زړه له کومې مننه کوم.
ده د مننې په ترڅ کې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو، د کار پيدا کولو، سرپناه، ښوونې او روزنې او د مهاجرينو د استوګنې په برخو کې د دغه هېواد د همکاريو د دوام غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغه وزارت سرپرست له نورو هېوادونو او مرستندويه ادارو څخه په داسې حالاتو کې د کډوالو د ستونزو په هواري کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د مطلب کود: 293662