کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د طوفان او سېلابونو د قربانیانو شمېر ۴۷ تنو ته رسېدلی او شاوخوا ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي

27 سرطان 1403 ساعت 13:46

په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د طوفانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۷ تنو ته رسېدلی او وايي چې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.


آوا - کابل: د دوشنبې په ماښام د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د باران او سیلابونو له امله ډیر زیانونه اوښتې دي.

د ننګرهار له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس سيف الله خالد تازه د مرګ ژوبلې پخلى وکړ او ويې ويل، چې د سېلاب له امله شاوخوا ٤٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس صدیق الله قریشي تر دې مخکې ویلي وو، چې د دوشنبې په ورځ د سخت باران له امله شاوخوا څلویښتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

قریشي وویل، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په سرخرود ولسوالۍ کې هم شامل دي، چې د خپل کور د چت د نړېدو له امله وژل شوي دي. هغه زياته کړه، چې د دې کورنۍ څلور نور غړي ټپيان شوي دي. ښايي په دې پېښه کې د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

قریشي ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د هوا خرابوالي يو شمېر ودانيو او کرنيزو محصولاتو ته سخت زيان اړولى دى.

بل خوا د ننګرهار د حوزوي روغتون مشر امين الله شريف وايي، چې د دغه ولايت له مرکز جلال اباد ښار او شاوخوا ولسواليو څخه روغتون ته ٢٠٧ ټپيان د درملنې په موخه راوړل شوي دي. هغه زياته کړه چې په لسګونو ځايي خلک روغتون ته راټول شوي وو چې ټپيانو ته وينه ورکړي.

همدارنګه چارواکو د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د باران او سیلابونو له امله د پنځو تنو د وژل کیدو او یو شمیر کورونو د نړیدلو خبر ورکړی دی.

د روغتیا وزارت د ویاند په خبره، په ننګرهار کې د طبیعي پېښو له امله شاوخوا ۳۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې ویلي وو چې د مې په ۱۰ او ۱۱ په افغانستان کې د سختو او غیر معمولي بارانونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د دې طبیعي پېښې له امله د بغلان ولایت اوسېدونکي سخت زیانمن شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې وروستيو طبيعي پېښو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 293651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293651/په-ننګرهار-کې-د-طوفان-او-سېلابونو-قربانیانو-شمېر-۴۷-تنو-ته-رسېدلی-شاوخوا-۴۰۰-کورونه-ویجاړ-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com