کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست:

ازبکستان د افغانستان له لوړو زده کړو سره صادقانه همکاري کوي

27 سرطان 1403 ساعت 11:58

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ازبکستان له سفیر سره په کتنه کې وویل چې ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په تېره بیا د لوړو زده کړو په برخو کې صادقانه همکاري کوي.


آوا: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوی ندا محمد ندیم په کابل کې د ازبکستان له سفیر خواجه یادگار شادمانوف سره وکتل.

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د دواړو هېوادونو ترمنځ دیني او کلتوری اړیکو ته په اشارې سره وویل، ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په صادقانه توګه همکاري کوي.

لوړې زده کړې هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپل اسلامي دین او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې خپلې ټولې داخلي او بهرنۍ چارې تنظیموي او پرمخ وړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هم د ازبکستان له سفیر څخه په بلخ ولایت کې د یوه نوي ښوونځي او جومات د جوړېدو له امله چې د یاد هېواد له خوا جوړېږي، مننه وکړه او د دې ډول همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د ازبکستان سفیر خواجه یادګار شادمانوف د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته د لوړو زده کړو په برخه کې د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او دواړو لورو په یو شمېر موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وکړه.

د یادولو وړ ده چې د ازبکستان سفیر د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم ته بلنه ورکړه چې په مناسب فرصت کې د هیواد له علمي او کلتوری مرکزونو څخه لیدنه وکړي.


د مطلب کود: 293638

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293638/ازبکستان-د-افغانستان-له-لوړو-زده-کړو-سره-صادقانه-همکاري-کوي

آوا
  https://www.avapress.com