کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشیر په کانونو کې پانګونې ته د روسي پانګوالو لېوالتیا

27 سرطان 1403 ساعت 11:53

د پنجشیر والي الحاج محمد اغا حکیم نن په خپل کار دفتر کې له پانګوالو او د روسیې د کانونو له متخصصینو سره وکتل.


آوا: په دې کتنه کې روسي پانګوالو د پنجشېر په کانونو کې له پانګونې سره لېوالتيا څرګنده کړه او ويې ويل چې د پرمختللو وسايلو او ماشينونو په مرسته د پنجشېر کانونه استخراج او پروسس کولای شي.

د باختر آژانس د خبر له مخې، دوی په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب وګڼل او د دغه ولایت د زمردو په کانونو کې د پانګونې په موخه یې د پنجشیر د سیمه ییزې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز د پنجشېر والي وويل چې د افغانستان د اسلامي امارت د نظام په پلي کېدو سره په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې او کورني او بهرني پانګه وال کولاى شي له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي.

دپنجشير والي څرګنده کړه چې اسلامي امارت په هيواد کې دامنيت په تامينولو سره دبهرنيو پانګوالو د جلب او جذب لپاره مناسب چاپيريال برابر کړى دى او پانګه وال کولاى شي له کومې انديښنې پرته د پنجشير په کانونو کې په قانوني ډول پانګونه وکړي.


د مطلب کود: 293637

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293637/د-پنجشیر-په-کانونو-کې-پانګونې-ته-روسي-پانګوالو-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.com