کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عاشورا د اسلام د وحدت سمبول دی

27 سرطان 1403 ساعت 9:02

د هرات د شيعه علماو د شورا رييس د حسيني عاشورا د مراسمو په ترڅ کې چې د عاشورا د عزادارانو په ګڼه ګوڼه کې ولمانځل شوه وويل چې د حسيني عاشورا د اسلام د يووالي سمبول دى او ويې ويل چې نن د هرات خلکو شيعه او سني په ګډه دغه تاريخي ورځ ونمانځه. 


آوا - هرات: د عاشورا حسینی ماتم مراسم د هرات ولایت په بیلابیلو سیمو کې د امنیتی تدابیرو لاندې د ماتم کوونکو په بې ساري ګډون سره ولمانځل شول.

د هرات د شيعه علماوو د شورا مشر حجت الاسلام و المسلمين محمد اسماعيل احمدي وايي، د حسينې عاشورا د اسلام د يووالي سمبول دى او نن د هرات شيعه او سني خلکو دغه تاريخي او مذهبي ورځ په ګډه ونمانځه. 

هغه زیاته کړه، چې په څو ورځو او شپو کې ولس او حکومت سره یو ځای وو، ترڅو د فاتحې مراسم په ځانګړي ډول او په ډاډمنه فضا کې ترسره شي.

د هرات د شیعه علماو د شورا مشر ټینګار وکړ: نن ورځ اسلام د خپل دور له شرارت او یزید سره چې جنایتکار اسرائیل او لویدیځ یې ملاتړی دی، مخامخ دی او باید د باطل په وړاندې ودریږی.

حجت السلام احمدی زیاته کړه: د حسین (ع) عاشورا د مظلومانو د دفاع په معنا ده او مونږ د فلسطین د مظلوم ولس دفاع او ملاتړ کوو.

د عاشورا د مراسمو تنظیموونکو د امنیت په تامین کې د حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ او په دغو مراسمو کې یې د سلګونو شیعه او سني ځوانانو او لویانو شتون په افغانستان کې د مختلفو مذهبونو او قومونو ترمنځ د یووالي نښه وبلله.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د سیمه ییزې ادارې چارواکي د مذهبي مراسمو د امنیت د تامین او په ټولنه کې د متقابل منلو د بنسټ د برابرولو لپاره د هڅو خبره کوي.

د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي وايي، د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو د عاشورا د مراسمو لپاره پوره امنيت نيولی، څو هېوادوال په ښه توګه خپل مراسم تر سره کړي.

په ورته وخت کې په هرات کې حسیني عزادارانو سږ کال د حسیني عاشورا مراسم د څو زره کسانو په ګډون ولمانځل چې په تېرو کلونو کې په خپل ډول کې نادر وو.
دوی د سیمه ییزو چارواکو او امنیتي ځواکونو څخه ډیره مننه کوي.


د مطلب کود: 293620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293620/عاشورا-د-اسلام-وحدت-سمبول-دی

آوا
  https://www.avapress.com