د عاشورا د ورځې په مناسبت د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت پولیسو ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي
آوا: د کابل د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي چې د کابل ښار د عامه امنیت ریاست د محرم او عاشورا د میاشتې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت د پولیسو مطبوعاتي مسوول جاوېد نیازي په یوه بیان کې ویلي، چې د عامه ساتنې پولیسو له نورو ادارو سره په همغږۍ د عاشورا د ورځې د لمانځنې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
په خبرپاڼه کې د عامه ساتنې د لوى درستيز مل پاسوال صالح محمد نظري له قوله راغلي، چې د امنيت د تامينولو او د خلکو او هېواد د ساتنې لپاره يې ستر وياړ وباله او پر ټولو افغانانو يې غږ وکړ، چې د امنيت په ټينګښت کې له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د عامه امنيت د لوى رياست د عملياتي پلان رييس مولوي خليل الرحمن زاهد وويل، د کابل ښار په ټولو مهمو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د ښه امنيت د ټينګښت په موخه د عامه امنيت منسوبين له تجهيزاتو سره ځاى پر ځاى شوي دي.
په همدې حال کې رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې په کابل کې له داعش ترهګرې ډلې سره تړلې یوه شبکه نیول شوې ده.