کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش ترهګره شبکه چې د محرم په میاشت کې یې د بریدونو پلان درلود له منځه یوړل شو

25 سرطان 1403 ساعت 10:08

سرپرست حکومت ته نږدې رسنیو خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د کابل په پنځمه حوزه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې یو شمېر غړي چې د محرم په میاشت کې یې د بریدونو پلان درلود، نیولي دي.


آوا: سرپرست حکومت ته نږدې رسنیو خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې شبکې یو شمېر غړي نیولي او یوه اندازه وسلې یې هم ترلاسه کړې دي.
 
د امنیتي ځواکونو له خوا د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، ترهګرې شبکې غوښتل چې د محرم په میاشت کې وژونکي علمي عملیات ترسره کړي.
 
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دې ډلې اصلي مشر یو افغان و چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش له خوا استخدام شوی و.
 
په دغو عملياتو کې يو بل تن چې دکابل په لويديځ کې دشيعه ګانو په سيمه کې يې دتروريستي بريد مسووليت په غاړه درلود هم نيول شوى دى .
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ترلاسه شوي معلومات ښيي چې له دغه پټنځای څخه د یو شمېر دیني عالمانو، استادانو او د واکمن حکومت پر ضد د ځینو پاکستاني سیاستوالو د نومونو لیست هم ترلاسه شوی دی.
 
دغه راز ويل شوي دي چې له دغو تروريستي عناصرو څخه په يو ګاونډي هيواد کې دتروريستي هدفونو يو ليست هم ترلاسه شوى دى .


د مطلب کود: 293543

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293543/د-داعش-ترهګره-شبکه-چې-محرم-په-میاشت-کې-یې-بریدونو-پلان-درلود-له-منځه-یوړل-شو

آوا
  https://www.avapress.com