کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان افغان محصلینو ته ۴۵۰۰ بورسونه ورکوي

23 سرطان 1403 ساعت 9:22

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، دغه هېواد افغان محصلینو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکوي.


آوا: دراني د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۲۰مه) په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره دغه موضوع اعلان کړه.

هغه زياته کړه، چې دغه بورسونه به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ټولنيزو او طبيعي علومو په برخو کې افغان محصلينو ته ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: "خوشاله یم چې د افغان محصلینو لپاره د علامه اقبال بورسونه دریم پړاو پیلوم."

دراني د دغو بورسونو د لګښت په اړه جزئیات ورنه کړل او نه یې ویل چې څومره یې په نجونو پورې اړه لري.

د پاکستان د پوهنې وزارت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې په دوو پړاوونو کې یې ۶۰۰۰ افغان محصلینو ته بورسونه ورکړي دي.

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له ځنډېدو وروسته د جرمني، جاپان، ایران او تاجکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو هم افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو وړاندیز کړی دی.


د مطلب کود: 293425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293425/پاکستان-افغان-محصلینو-ته-۴۵۰۰-بورسونه-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com