په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پاکستان د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو د ننوتلو مخه نیولې ده.
پاکستان د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو د میوو او سبزیجاتو د تګ مخه نیولې ده
23 سرطان 1403 ساعت 9:07
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پاکستان د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو د ننوتلو مخه نیولې ده.
آوا: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارواکو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ له مشرې ماریا غازي سره په لیدنه کې د دغو لاریو د ننوتلو اجازه غوښتې ده.
د سفارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغان سوداګرو لارۍ په تورخم، سپین بولدک او خرلاچي لارو کې د اسنادو د نشتوالي له امله بندې شوې دي.
د افغانستان د سفارت پلاوي د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو د صادراتو موسم ته په اشارې سره د افغانستان پر صادراتي توکو د لوړو مالیاتو د لګولو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او دا اقدام یې د افغانستان د بزګرانو او د پاکستان د کورني بازار په زیان وباله.
د افغانستان د سفارت پلاوي له پاکستانه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ترجیحي سند تر نهايي کېدو پورې دې د تېرو کړنو په پام کې نیولو سره دغه معافیتونه یو ځل بیا عملي کړي.
له بلې خوا اغلې غازي د یادو لاریو د تصفیې په اړه د خپلې هوکړې د څرګندولو ترڅنګ د افغانستان سفارت پلاوي ته د اسنادو د صادرولو د بهیر د چټکتیا او د افغانانو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې افغان او پاکستاني چارواکو په وروستیو میاشتو کې موافقه کړې چې د دواړو خواوو د لاریو چلوونکي به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د موقتي اسنادو ته اړتیا لري.
د مطلب کود: 293421