د پروان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې له دغه ولایت څخه بهر ته هره ورځ لس ټنه زردالو صادرېږي.
له پروان څخه بهر ته هره ورځ لسګونه ټنه زردالو صادرېږي
21 سرطان 1403 ساعت 11:47
د پروان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې له دغه ولایت څخه بهر ته هره ورځ لس ټنه زردالو صادرېږي.
آوا: د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي نیازمحمد تایب د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته ویلي چې په یاد ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د زردالوحاصلات زیات شوي او د ګاونډیو ولایتونو په ګډون هند هېواد ته صادرېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې سږکال په پروان کې شاوخوا ۲ زره ۳۴۳ هکتاره د زردالو بڼونه موجود دي له هغې څخه ۱۶ زره ۴۰۱ ټنه زردالو راټولېږي.
د یادونې وړ ده، چې یاد آمریت په ۱۴۰۲ کال کې د اغاخان کمټې په همکارۍ او د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان په ملاتړ د پروان په شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو کې ۸۲ بزګرانو او په جبل السراج ولسوالۍ کې ۱۷۴ بزرګرانو ته ۵ جریبه د بادامو، ۲۳ جریبه د زردالو، ۵۳ جریبه د مڼو، یو جریبه د ګیلاسو بڼونه جوړکړي دي./باختر
د مطلب کود: 293370