کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان ولایت بشپړ امنیتي او طبیعي سیمې/ د لوی اختر په رخصتیو کې له سلو زرو څخه زیات سیلانیان بامیان ليدنه کړې

21 سرطان 1403 ساعت 10:02

د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چې يوازې د لوې اختر په رخصتيو کې څه دپاسه سل زره سيلانيانو د دغه ولايت له طبيعي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.


آوا - کابل: بامیان د ګرځندوی لپاره یو خوندي او خوندور ولایت دی او دغه ولایت د خپلو لرغونو او طبیعي جاذبو په لرلو سره د ګڼ شمیر کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ځای ګرځیدلی دی.

د سفر پر مهال آرامه اوسېدل او د زړه راښکونکو منظرو لیدل د سیلانیانو یوه مهمه هیله ده او د ځینو په وینا په دغه ولایت کې هوټلونه خوندي او د اوسېدو لپاره ښه کیفیت لري.

په همدې حال کې د سيلانيانو له ډلې څخه سيد تقي موسوي په دغه ولايت کې د هوټلونو د کيفيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د تېرو کلونو په پرتله د دغو هوټلونو کيفيت ډېر ښه شوى او ټول هوټلونه د معيارونو له مخې جوړ شوي دي.

له بلې خوا د دغه ولايت يو تن سيلاني عبدالصمد پوپل وويل چې د باميان ولايت جاذبې يې له نږدې ليدلي او له طبيعي منظرو او لرغونو ځايونو څخه يې خوند اخستى دى.

نوموړي دغه راز بند امير ته د ده سفر په زړه پورې وباله او ويې ويل، چې دا بند په افغانستان کې بې ساري دى او په ورته وخت کې بشپړ امنيت هم لري.

په ورته وخت کې د یو شمېر هوټلونو خاوندان هم وايي، چې په دې ولایت کې په بېلابېلو بیو بېلابېل هوټلونه شتون لري او له سرپرست حکومته یې هم وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره لا زیاته پاملرنه او هڅې وکړي.

باید وویل شي، چې بامیان د افغانستان یو له مهمو سیاحتي مرکزونو څخه ګڼل کېږي، چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شمېرو له مخې یوازې د لوې اختر په ورځو کې له سلو زرو زیاتو سیلانیانو دغه ولایت ته سفر کړی دی. 


د مطلب کود: 293353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293353/د-بامیان-ولایت-بشپړ-امنیتي-او-طبیعي-سیمې-لوی-اختر-په-رخصتیو-کې-له-سلو-زرو-څخه-زیات-سیلانیان-ليدنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com