کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دولتي چارواکو په همکارۍ د سوداګرو اوږدمهاله ستونزې هوارې شي

21 سرطان 1403 ساعت 9:27

د سوداګرو د اتحاديې استازو د رئیس الوزرا له سياسي مرستيال سره په کتنه کې وويل، چې د سرپرست حکومت د مسوولينو نږدې همکارۍ د دوى ستونزې هوارې کړې، د سوداګرۍ وده او په افغانستان کې د بهرنيو او کورنيو پانګونو د جلبولو لامل شوى دى.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سوداګرۍ خونې یو شمېر استازو پرون (چهارشنبه د سرطان ۲۰مه) د دغه وزارت له مولوی عبدالکبیر سره وکتل.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د سوداګرو د اتحادیې استازو وویل چې له سوداګرو سره د اسلامي امارت د چارواکو نږدې همکارۍ د دوی ستونزې هوارې کړې دي، سره له دې چې افغان سوداګر له یو لړ ستونزو سره مخ دي. 

دوی همدا راز زیاته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې د ادارو او سوداګرو اړیکې او همغږي د سوداګرۍ د ودې او په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو پانګونو د جلب لامل شوې ده.

له بلې خوا په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د سوداګرو ملاتړ د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو څخه وباله او ویې ویل چې د اسلامي امارت مشرتابه له سوداګرو سره همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د يادونې وړ ده، چې د ملي امنيت له تامينولو وروسته د سرپرست حکومت د اوسنيو تګلارو پر بنسټ، د هېواد د اقتصادي وضعيت ښه کول د هېواد د چارواکو له لومړيتوبونو څخه دي.


د مطلب کود: 293349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293349/د-دولتي-چارواکو-په-همکارۍ-سوداګرو-اوږدمهاله-ستونزې-هوارې-شي

آوا
  https://www.avapress.com