کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

20 سرطان 1403 ساعت 11:27

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د شاوخوا دوه زره افغان کډوالو د داوطلب او جبري راستنېدو اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون (سه شنبه د سرطان ۱۹مه) له پاکستان او ایران څخه ۱۸۰۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو له ډلې څخه ۱۴۶۶ یې له ایران او پاتې نور یې له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

دغه راز په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې يو شمېر راستانه شوي هېوادوال نغدي مرستې ترلاسه کړي او يو شمېر نور يې د زياتو مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو د نړيوال سازمان دفترونو ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت او د خلکو د بنسټونو چارواکو تل د ایران او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې له دغو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره دې د هڅونې پروژو له لارې، نه د جبر له لارې راستانه شي.

له بلې خوا په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مشر فیلیپو ګراندي سره د کتنې پر مهال ویلي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال باید د دغه هېواد د سیاسي حالاتو قرباني نه شي. 

باید وویل شي، چې فیلیپو ګرانډي هم په دغه ناسته کې ویلي، چې پاکستان ډاډ ورکړی، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر به ودروي.


د مطلب کود: 293311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293311/په-تېره-یوه-ورځ-کې-له-ایران-او-پاکستان-څخه-شاوخوا-دوه-زره-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com