کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکیه کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۷ تنه کډوال مړه شوې

20 سرطان 1403 ساعت 11:18

د ترکیې ساحلي ګارد د هغو ۷ کډوالو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې اروپا ته په ناقانونه روان وو او ویلي یې دي، چې کښتۍ یې په لاره کې له یوې ډبرې سره د ټکر پر مهال ډوبه شوې.


آوا: د ترکیې ساحلي ګارد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه هیواد په لویدیځ کې د ایجین په سمندر کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله اوه تنه مړه او ۱۹ تنه نور ژغورل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه کډوال چې غوښتل یې له ترکیې څخه په ناقانونه توګه اروپا ته ولاړ شي، په لاره کې له یوې کښتې ډبرې سره ټکر شوې او ډوبه شوه.
د
دا مهال په ترکیه کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي چې ځینې یې لا هم قانوني اسناد نه لري.

بايد يادونه وشي چې په دې اعلاميه کې د دغو کډوالو هويت نه دى په ډاګه شوى.


د مطلب کود: 293306

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293306/په-ترکیه-کې-د-کښتۍ-ډوبیدو-له-امله-۷-تنه-کډوال-مړه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com