کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کاري سفر

20 سرطان 1403 ساعت 11:03

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزآتنبایوا نن د یوه کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له والي سره وکتل.


آوا: په دې کتنه کې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتو د مرستو له امله قدرداني وکړه او په بغلان کې يې د وروستيو سيلابونو له زيانونو سره د اساسي مرستو غوښتنه وکړه. 

د بغلان والي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د نړیوال امنیت، د فساد د له منځه وړلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د اسلامي امارت په نظام کې د ټولنې د ټولو طبقو د شتون یادونه وکړه.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې استازې روزآتنبایوا په بغلان کې د روغتیا، ښوونې او روزنې او په مسلکي او سوداګریزو برخو کې د ښځو له حضور څخه خوښي څرګنده کړه او په ټولنه کې یې د ښځو د لا زیات حضور غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو استازي زیاته کړه: له سیلاب ځپلو سره لومړنۍ مرستې شوي او هڅه کوو چې د سیلاب ځپلو لپاره د دغه ولایت په همکارۍ بنسټیز کارونه ترسره کړو.


د مطلب کود: 293301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293301/بغلان-ته-د-ملګرو-ملتونو-ځانګړي-استازي-کاري-سفر

آوا
  https://www.avapress.com