کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان لومړی وزیر: له افغان کډوالو سره په درناوي چلند کېږي

20 سرطان 1403 ساعت 9:12

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه هېواد له افغان کډوالو سره په ډېر درناوي چلند کوي.


آوا: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له مشر سره په کتنه کې ویلي چې په دغه هیواد کې له افغان مهاجرینو سره په «بې ساري درناوي او درنښت» چلند کیږي.

په دې کتنه کې چې پرون (سه شنبه) په اسلام اباد کې ترسره شوه، ښاغلي شریف ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د لوی شمېر کډوالو د کوربه توب له امله پر اوږو درک کړي او په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي شریف د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې غوښتي چې له پاکستان سره مرسته وکړي چې د کډوالو په خوندي او عزت سره بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګرانډي هم د سه شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.

ښاغلي دراني په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دواړو لورو "د افغان کډوالو د ستنېدو په ګډون د ستونزې د پایداره حل لارې موندلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ."

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال له نوامبر راهیسې د پاکستان حکومت له اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو له اعلان وروسته شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

له بلې خوا څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې د افغانانو د جبري شړلو د پروسې دویم پړاو یې پیل کړی دی.


د مطلب کود: 293285

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293285/د-پاکستان-لومړی-وزیر-له-افغان-کډوالو-سره-په-درناوي-چلند-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com