د ملي دفاع وزارت د دغه وزارت اړوند ۲۱۵عزم قول اردو له لوري د څه باندې ۱۰۰ نظامي وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د چمتو کولو خبر ورکړی دی.
د ۲۱۵ عزم قول اردو له لوري څه باندې ۱۰۰ نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول
19 سرطان 1403 ساعت 13:58
د ملي دفاع وزارت د دغه وزارت اړوند ۲۱۵عزم قول اردو له لوري د څه باندې ۱۰۰ نظامي وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د چمتو کولو خبر ورکړی دی.
آوا: یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د تخنیک او وسلو مدیریت د حمايوي کنډک د تخنیکي ټیمونو له لوري ۱۲۵ هاموې ټانګونه ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ترمیم شویو وسایطو کې ۲۰هاموې امبولانسونه هم شامل دي.
سرچینې ټینګار کړی، چې د ملي اسلامي اردو ټول منسوبين؛ د بیت المال اړوند د اجناسو د ساتنې او حفاظت لپاره په کلکه ولاړ دي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو د تخنیکي ټیمونو له لوري هم وړمه ورځ ۲۳ بېلا بېل وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي وو./باختر
د مطلب کود: 293256