کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آقینې - اندخوی ریل پټلۍ د څېړنې لپاره يو کمېسيون وګومارل شو

19 سرطان 1403 ساعت 10:38

د رئیس الوزرا دفتر اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د آقینې - اندخوی د اورګاډي کرښې په لومړي پړاو کې د ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک په اړه بحث وشو او یوه کمیټه جوړه شوه. 


آوا - کابل: د اسلامی امارت د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابینې په لومړۍ غونډه کې چې مشري یې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، د آقينې - اندخوى د اورګاډي پټلۍ په لومړي پړاو کې د ٣٠ کيلومتره ځمکې د استملاک په اړه خبري وشوي او د څېړنې لپاره يو کمېسيون هم وګومارل شو.

دغه راز په دې غونډه کې د فواید عامې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له قراردادي شرکتونو سره دې د کابل-کندهار د لویې لارې د بیارغونې په موخه له کابل څخه تر غزني پورې د سړک د جوړولو په اړه خبرې وکړي او له قراردادیانو سره دې شریک کړي. 


د مطلب کود: 293236

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/293236/د-آقینې-اندخوی-ریل-پټلۍ-څېړنې-لپاره-يو-کمېسيون-وګومارل-شو

آوا
  https://www.avapress.net