کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترانسپورت وزارت په کابل کې د ۳۷ مسافر وړونکو موټرو د فعالیت مخه ونیوله

19 سرطان 1403 ساعت 10:33

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په کابل ښار کې د ۳۷ مسافر وړونکو موټرو د تخنیکي ستونزو او په دغو موټرو کې د زیاتو څوکیو له امله درول اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په کابل ښار کې د ۳۷ مسافر وړونکو موټرو د تخنیکي ستونزو او په دغو موټرو کې د زیاتو څوکیو له امله درول اعلان کړی دی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، دغه اقدام د دغه وزارت د تخنیکي خدمتونو د ساتنې ریاست له خوا د کابل ښار په ترمینلونو کې د ۴۶۵ مسافر وړونکو موټرو د تخنیکي وضعیت تر ارزونې وروسته شوی دی.

تر دې وړاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مسافر وړونکو موټرو له خاوندانو غوښتي وو، چې د دغه وزارت له قانون سره سم خپل موټرونه معياري کړي.


د مطلب کود: 293235

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/293235/د-ترانسپورت-وزارت-په-کابل-کې-۳۷-مسافر-وړونکو-موټرو-فعالیت-مخه-ونیوله

آوا
  https://www.avapress.net