د پروان ولایت چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د انګورو، غنمو او بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
په پروان کې د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شوې ده
18 سرطان 1403 ساعت 15:14
د پروان ولایت چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د انګورو، غنمو او بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
آوا - کابل: د پروان ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې د غنمو، انګورو او بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه، د انګورو ۴۰ سلنه او د کدو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
ځايي چارواکي د کرنيزو حاصلاتو د زياتوالي لامل پرله پسې بارانونو، کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو او د بوټو د درملو وېش بولي.
د مطلب کود: 293218