د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش له امله د تېرو کلونو په پرتله د غنمو حاصلات زيات شوي دي.
په پکتيا کې د غنمو حاصلات زيات شوي
18 سرطان 1403 ساعت 14:45
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش له امله د تېرو کلونو په پرتله د غنمو حاصلات زيات شوي دي.
آوا - کابل: د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ریاست چارواکو د کرنې د ورځې د نمانځلو پر مهال وویل چې سږ کال د غنمو حاصلات د پام وړ په دې ولایت کې زیاتوالی ښيي.
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي سيد امين هاشمي وويل، چې د کروندګرو د ملاتړ په موخه به د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ ډېره شي.
نوموړي همدا راز له خصوصي شرکتونو څخه هم وغوښتل چې د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید کړي، څو با کیفیته تخمونه تولید کړي.
سيد امين هاشمي دغه راز د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې له سازمان څخه د اصلاح شويو تخمونو د ويش د زياتولو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مسوولینو ټینګار وکړ، چې د افغانستان په ټولو سیمو کې د کرنیزو څېړنو له مرکزونو سره مالي ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د چارواکو په وینا دوی هر کال په زرګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د پکتيا تر څنګ په کندهار او نورو ولايتونو کې هم د غنمو حاصلات زيات شوي دي.
د مطلب کود: 293215