د پکتيکا سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د درې ميليونه او درې سوه زره افغانيو په لګښت د اوبو د غځولو د يوه بند د جوړېدو خبر ورکوي.
په پکتیکا کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه بند کار پیل شو
18 سرطان 1403 ساعت 14:01
د پکتيکا سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د درې ميليونه او درې سوه زره افغانيو په لګښت د اوبو د غځولو د يوه بند د جوړېدو خبر ورکوي.
آوا - کابل: د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه بند د درې میلیونه درې سوه زره افغانیو په لګښت جوړ شوی چې د اته زره درې سوه اتیا متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
د دغه بند په پرانیستلو سره د احتمالي سیلابونو د مخنیوي ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبه شوه.
تر دې وړاندې هم اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په موخه په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د انتقال بندونه جوړ کړي دي.
د مطلب کود: 293204