کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۱ ښوونځیو بیارغونه

18 سرطان 1403 ساعت 13:59

د پنجشیر ولایت مقام اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې به د ۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۱ ښوونځي بیا ورغول شي.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم وایي، په روان لمریز کال کې به د ۹ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت ۳۱ ښوونځي ورغول شي. 

د چارواکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پنجشېر کې ١٢٨ ښوونځي شته، چې ٢٦ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال په پنجشير کې د لس ميليونه افغانيو په لګښت ٥٣ ښوونځي رغول شوي وو.


د مطلب کود: 293202

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/293202/په-پنجشېر-کې-د-څه-باندې-۹-میلیونه-افغانیو-لګښت-۳۱-ښوونځیو-بیارغونه

آوا
  https://www.avapress.net