کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو وزارت په بهر کې د استادانو د ګوښه کولو خبره رد کړه

18 سرطان 1403 ساعت 11:55

د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې په بهر کې د استادانو د ګوښه کولو په اړه د ځینو رسنیو راپور له حقیقته لرې دی.


آوا - کابل: ځینو رسنیو د لوړو زده کړو وزارت د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې هغه استادان چې د وزارت له اجازې پرته بهر دی، خپلې دندې به له لاسه ورکړی.

خو د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پرېکړه کړې چې د هغو استادانو بستونه اعلان کړي چې په بهر کې زده کړې کوي او له دغه وزارت سره په اړیکه کې دي.

وزارت زیاتوي چې د دغو استادانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.


د مطلب کود: 293193

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/293193/د-لوړو-زده-کړو-وزارت-په-بهر-کې-استادانو-ګوښه-کولو-خبره-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.net