کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شبرغان - میمنې پر لویه لار ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي دي

18 سرطان 1403 ساعت 11:54

د جوزجان ځايي چارواکي وايي، د شبرغان - میمنې پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي چې څلور یې ماشومان او یوه یې مېرمن دي.


آوا - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه پېښه په خواجه دو کوه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یوې کورنۍ د غړو یو موټر د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شو.

د جوزجان د ترافيکو مدير مل پاسوال شبير احمد سيدي وايي، چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ اته غړي، چې څلور ماشومان او يوې ښځې په کې شامل دي، وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې ترافيکي پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړنديتوب بلل کېږي.


د مطلب کود: 293192

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/293192/د-شبرغان-میمنې-پر-لویه-لار-ترافیکي-پېښې-یوې-کورنۍ-۸-غړي-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.net