د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست له افغانستان سره د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام د خدمتونو د دوام او پراختیا غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له افغانستان سره د خوړو د نړیوال پروګرام د دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه
18 سرطان 1403 ساعت 9:40
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست له افغانستان سره د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام د خدمتونو د دوام او پراختیا غوښتنه کړې ده.
آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشر شاو لي د عامې روغتیا له سرپرست مولوي نورجلال جلالي سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې غونډه کې د خوارځواکۍ ماشومانو او میندو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر پراختیا او د تغذیې په برخه کې د نورو ملاتړي پلانونو د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
په دې کتنه کې مولوي نورجلال جلالي د دغې موسسې د هلوځلو قدرداني وکړه او په افغانستان کې يې د نړيوال خوراکي پروګرام د خدمتونو د دوام او پراختيا غوښتنه وکړه.
د مطلب کود: 293181