آوا - کابل: د ارګ پاڼې په یوه بیان کې راغلي چې د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومیا سره وکتل.
په دې کتنه کې د جاپان سفیر د دوحې غونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت ګډون او د دوه اړخیزو ناستو دوام د اړیکو ښه کولو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاوو په برابرولو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هلو ځلو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې جاپان له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت د پرېکنده مبارزې په پایله کې لس میلیونه ډالره په افغانستان کې د بدیل معیشت لپاره ځانګړي کړي دي.
د جاپان سفير له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې هېواد يې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پياوړتيا لپاره بنسټيزې پروژې پيل کړې او په دې برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
له بلې خوا د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير له افغانانو سره د جاپان له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وويل: هيله ده چې د دوحې د غونډې ګډونوال له افغانستان سره د نشه يي توکو د بديل پروګرام په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړي د دوحې درېيمه ناسته بريالۍ او مهمه وبلله او ويې ويل، چې په دې ناسته کې ملګرو ملتونو د افغانستان شرايط او وړانديزونه ومنل او اسلامي امارت تمه لري، چې د افغانستان پر بانکي نظام لګېدلي محدوديتونه لرې شي.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په خپلو وروستیو خبرو کې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د تعامل او اړیکو پراخول غواړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي.