د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هېواد کې د سیم کارتونو د کړنلارې له پلي کېدو وروسته د ۱۰ میلیونو مخابراتي سیم کارتونو قانوني ثبت اعلان کړ.
په هېواد کې د ۱۰ میلیونه مخابراتي سیم کارتونو قانوني ثبتول
18 سرطان 1403 ساعت 9:35
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هېواد کې د سیم کارتونو د کړنلارې له پلي کېدو وروسته د ۱۰ میلیونو مخابراتي سیم کارتونو قانوني ثبت اعلان کړ.
آوا - کابل: د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د سیم کارتونو د ۶۰ سلنه ثبتولو بهیر بشپړ شوی او د پاتې ۴۰ سلنه د ثبت چارې به پیل شي.
دغه وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې ټول فعال سیم کارتونه شاوخوا ۲۳ میلیونه دي.
په همدې حال کې یو شمېر ښاریان د سیم کارتونو د ثبت په بهیر کې له بې نظمۍ او له ګڼې ګوڼې څخه شکایت کوي.
د مطلب کود: 293179