کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۱۵۳ تنو ته رسیدلی دی

18 سرطان 1403 ساعت 9:23

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمېر ۳۸۱۳۵ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر له ۸۷ زرو څخه ډېر شوی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په ۲۷۵مه ورځ د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۱۵۳ تنو ته رسیدلی دی.

د دغه وزارت په وینا، د اسرائیلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې درې ډله ییز قتلونه ترسره کړل چې په پایله کې یې ۵۵ تنه شهیدان او ۱۲۳ تنه ټپیان شول.

د یادولو وړ ده چې د غزې په تړانګه کې نږدې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

دا هم ویل کیږي چې شاوخوا لس زره کسان لا هم تر خاورو لاندې لادرکه دي.


د مطلب کود: 293178

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/293178/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۸۱۵۳-تنو-ته-رسیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.net