کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار کې نسبتاً سخته زلزله وشوه

17 سرطان 1403 ساعت 11:54

څو شېبې وړاندې د ریښتر په کچه د ۴،۳ درجې یوې زلزلې د تخار مرکز او د هېواد یو شمېر شمال ختیځ ولایتونه ولړزول. د دغې زلزلې مرکز د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې ښودل شوی دی.


آوا - کابل: په تخار کې سیمه ییزو سرچینو نن (یکشنبه د سرطان ۱۷مه) خبر ورکړی چې نن سهار شاوخوا ۹:۴۱ دقیقې یوې نسبتاً زورورې زلزلې د دغه ولایت ځینې سیمې ولړزولې.

په همدې حال کې د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې هم اعلان کړی چې د دغې زلزلې شدت د ریکټر په کچه ۴.۳ ښودل شوی او مرکز یې د فرخار ولسوالۍ ختیځ ۴۰ کیلومترۍ کې او د ځمکې له سطحې څخه ۱۹۴ کیلومتره ژوروالی کې و.

د يادونې ده، چې د دې زلزلې ټکانونه د پاکستان، تاجکستان او ازبکستان په ځينو برخو کې هم محسوس شوي دي.

تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نشته.


د مطلب کود: 293130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293130/په-تخار-کې-نسبتا-سخته-زلزله-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com