کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست لیدنه د دغه سفارت او مهاجرینو د ستونزو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د تشریفاتو له مشر سره

17 سرطان 1403 ساعت 10:18

په تهران کښې د افغانستان د سفارت مشر مولوی فضل محمد حقانی او ورسره ملګری پلاوی د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د تشریفاتو له عمومی مدیر ډاکټر محسن مرتضی فر سره وکتل او د دغه سفارت په اړوندو مسائلو یې خبرې اترې وکړې. 


آوا - تهران: په تهران کې د افغانستان سفارت د دغې غونډې په اړه په یوې اعلامیې کې ویلی دی: په دې کتنه کې دواړو لورو د دغه سفارت د ځینو مسایلو او کډوالو په اړه ګټورې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

په همدې حال کې په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست د ايران د بهرنيو چارو وزارت د قونسلګرۍ د چارو له عمومي رييس ډاکتر محمودي سره وکتل او د قونسلګرۍ د چارو او د کډوالو د ستونزو په اړه يې خبرې وکړې.

په تهران کښې داسلامی امارت دسفارت مشر مولوی فضل محمد حقانی په تهران کښې بوختې ورځې تیروی او په ډیرو هغو پروګرامونو کښې ګډون کوی چې نړیوال اړخ لری او د مختلفو هیوادونو د لوړپوړو ډیپلوماټانو په شتون سره ترسره کیږی ګډون کوي.


د مطلب کود: 293122

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293122/په-تهران-کې-د-افغانستان-سفارت-سرپرست-لیدنه-دغه-او-مهاجرینو-ستونزو-اړه-ایران-بهرنیو-چارو-وزارت-تشریفاتو-له-مشر-سره

آوا
  https://www.avapress.com