د فواید عامې وزارت خبر ورکوي، چې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شیخ آباد پله په سیمه کې د دې لویې لارې د پاخه کېدو له امله د کابل-کندهار لویه لار د دوو ورځو لپاره د لویو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
د کابل - کندهار لویه لار د دوو ورځو لپاره تړلې ده
17 سرطان 1403 ساعت 9:54
د فواید عامې وزارت خبر ورکوي، چې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شیخ آباد پله په سیمه کې د دې لویې لارې د پاخه کېدو له امله د کابل-کندهار لویه لار د دوو ورځو لپاره د لویو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د کابل-کندهار لویه لار به د دوشنبې د ورځې (سرطان ۱۸) د مازدیګر له ۵ بجو څخه بیا د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۲۰) د مازدیګر تر ۵ بجو پورې تړلې وي.
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت ویلي، چې دغه موټر کولای شي په دې موده کې د کابل- لوګر د لویې لارې له تنګو لارو څخه استفاده وکړي.
دغه وزارت زیاته کړه چې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو لپاره بدیل لاره شته، خو باید له غزني څخه د کابل-لوګر د لویې لارې له تنګې لارې تېر شي.
د کابل-کندهار لویه لار د هېواد له مهمو او مصروفو لویو لارو څخه ده چې کابل او یو شمېر نور ولایتونه د هېواد له جنوب سره نښلوي.
د فواید عامې وزارت وايي، د لویې لارې هغه برخې به ترمیم کړي چې ویجاړې شوې دي.
د مطلب کود: 293118