د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د دغه هېواد د سند صوبې د یوه ماشوم په ګډون د ۹ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان له زندانونو نه ۹ تنه افغان بندیان خوشې شول
17 سرطان 1403 ساعت 9:26
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د دغه هېواد د سند صوبې د یوه ماشوم په ګډون د ۹ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ مشر وايي چې دغه ۹ تنه افغان اتباع پرون (جمعه د سرطان ۱۵مه) له خوشې کېدو وروسته له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یو ځای شول.
تر دې وړاندې هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د هڅو په پایله کې لسګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي وو.
د پاکستان حکومت د استوګنې له اسنادو پرته افغانان نیولي دي.
د مطلب کود: 293110